افغان غږ خبری آژانس: د بهرنیو چارو وزارت ویاند حفیظ احمد ضیا د چهارشنبې په ورځ وویل چې ذبیح الله مجاهد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې په دریمه غونډه کې له ګډون او هیواد ته له راستنیدو وروسته د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
ښاغلي مجاهد په دې کتنه کې د دوحې د درېیمې ناستې او د نورو هېوادونو له استازو سره په جلا جلا کتنو کې د راپورته شویو مسایلو په اړه معلومات ورکړل.
درېیمه غونډه روانه اونۍ د ملګرو ملتونو په کوربه توب د ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شوه.