کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ذبیح الله مجاهد له امیرخان متقي سره لیدلي او د دوحې د وروستۍ غونډې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي

14 سرطان 1403 ساعت 9:17

د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، چې د دغه وزارت سرپرست اميرخان متقي د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت له وياند او د اجرائيه پلاوي له مشر ذبيح الله مجاهد سره وکتل.


آوا: د بهرنیو چارو وزارت ویاند حفیظ احمد ضیا د چهارشنبې په ورځ وویل چې ذبیح الله مجاهد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل.
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې په دریمه غونډه کې له ګډون او هیواد ته له راستنیدو وروسته د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
 
ښاغلي مجاهد په دې کتنه کې د دوحې د درېیمې ناستې او د نورو هېوادونو له استازو سره په جلا جلا کتنو کې د راپورته شویو مسایلو په اړه معلومات ورکړل.
 
درېیمه غونډه روانه اونۍ د ملګرو ملتونو په کوربه توب د ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شوه.


د مطلب کود: 292960

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292960/ذبیح-الله-مجاهد-له-امیرخان-متقي-سره-لیدلي-او-د-دوحې-وروستۍ-غونډې-په-اړه-یې-ورسره-خبرې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com