افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مرکزي بانک د عالي رتبه پلاوي په مشرۍ د دغه بانک د عمومي څارونکي ملا هدایت الله بدري په ۲۲ مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې چې د اسلامي هېوادونو د ٢٦ مرکزي بانکونو رييسانو او استازو په کې ګډون درلود، د راتلونکي کال لپاره د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ د فعاليتونو او مالي مسايلو راپور تصويب شو.
دغه راز په دې غونډه کې د شرعي معیارونو پر بنسټ د اسلامي بانکدارۍ د معیارونو، د مالي ادارو او بانکونو د ښه مدیریت، د اسلامي بانکدارۍ د ډیجیټل کولو د اغیزو، په نړیواله کچه د اسلامي بانکدارۍ او مالي چارو د پراختیا او نورو مهمو مسایلو خبرې وشوې.
د هېواد د مرکزي بانک عمومي څارونکي هم په جلا جلا توګه د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ له رئیس سره وکتل او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د کنګل شوې زېرمې، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا او په هېواد کې د ښوونیزو پروګرامونو د پیل په اړه یې خبرې وکړې.