دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 292991
په سمنګان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول او يوتن ټپي شو
د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سمنګان ولایت د ترافیکو ریاست مسؤلین وایی چې دغه ناڅرګنده پېښه تېره ورځ د ایبک – مزار شریف پر لویه لار د خلم ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو کرولا موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

د موټر چلوونکو ګړندی تګ او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دغې خونړۍ پېښې اصلي لامل بلل کېږي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو کچه لوړه شوې ده.
https://avapress.com/vdchwiniz23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته