کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول او يوتن ټپي شو

14 سرطان 1403 ساعت 13:05

د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.


آوا - کابل: د سمنګان ولایت د ترافیکو ریاست مسؤلین وایی چې دغه ناڅرګنده پېښه تېره ورځ د ایبک – مزار شریف پر لویه لار د خلم ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو کرولا موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

د موټر چلوونکو ګړندی تګ او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دغې خونړۍ پېښې اصلي لامل بلل کېږي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو کچه لوړه شوې ده.


د مطلب کود: 292991

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292991/په-سمنګان-کې-د-يوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-څلور-تنه-ووژل-شول-او-يوتن-ټپي-شو

آوا
  https://www.avapress.com