افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سردار محمد داوود خان روغتون مدیریت په دغه روغتون کې د نسایی او ولادی څانګې د پرانیستلو خبر ورکړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عامې روغتیا ریاست لومړي مرستیال ډاکټر عبدالولي احمدزي د نسايي او ولادي خدمتونو د ډاکټرانو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی ستونزې به حل کړي.
د يادونې وړ ده، چې د سردار محمد داوود خان روغتون يو له لويو او مجهزو دولتي روغتونونو څخه دى، چې هره ورځ سلګونه ناروغان ورته خدمات وړاندې کوي.