افغان غږ خبری آژانس: شي جین پینګ د چهارشنبې په ورځ په استانه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له کتنې وروسته وویل: بېجینګ به د اوکراین د شخړې او نورو کړکېچونو د سیاسي حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه له روسيې سره د ستراتيژيکو همکاريو د پياوړتيا، له بهرنيو لاسوهنو سره د مقابلې او د سيمه ييز امنيت د ټينګښت اړتيا ته هم اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ چې بېجينګ د بريکس د سرمشريزې په توګه د مسکو ملاتړ کوي.
د چين ولسمشر هم د شانګهای د همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د شورا په غونډه کې وويل: د شانګهای د همکارۍ سازمان د تاريخ پر سم لوري او د عدالت پر لوري ولاړ دی. دا سازمان د نړۍ لپاره حیاتي دی.
هغه زياته کړه: د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه بايد د توليدي سلسلې د پرمختګ، ساتنې او ثبات د ساتلو حق وساتي او د سيمه ييز اقتصاد د ودې هڅونه وکړي.
د چين د دولت رئيس وويل، د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه بايد په ګډه د بهرنيو لاسوهنو پر وړاندې مقاومت وکړي او له يو بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي.