کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چین ولسمشر:

د شانګهای سازمان د نړۍ لپاره حیاتي دی/ موږ په اوکراین کې د شخړې د حل لپاره هڅو ته دوام ورکوو

14 سرطان 1403 ساعت 14:13

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې دغه سازمان د تاريخ پر سم لوري او د عدالت پر لوري ولاړ دی او د شانګهای سازمان د نړۍ لپاره حياتي ارزښت لري. هغه زیاته کړه چې چین د اوکراین د شخړې د سیاسي حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.


آوا: شي جین پینګ د چهارشنبې په ورځ په استانه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له کتنې وروسته وویل: بېجینګ به د اوکراین د شخړې او نورو کړکېچونو د سیاسي حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه له روسيې سره د ستراتيژيکو همکاريو د پياوړتيا، له بهرنيو لاسوهنو سره د مقابلې او د سيمه ييز امنيت د ټينګښت اړتيا ته هم اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ چې بېجينګ د بريکس د سرمشريزې په توګه د مسکو ملاتړ کوي.

د چين ولسمشر هم د شانګهای د همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د شورا په غونډه کې وويل: د شانګهای د همکارۍ سازمان د تاريخ پر سم لوري او د عدالت پر لوري ولاړ دی. دا سازمان د نړۍ لپاره حیاتي دی.

هغه زياته کړه: د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه بايد د توليدي سلسلې د پرمختګ، ساتنې او ثبات د ساتلو حق وساتي او د سيمه ييز اقتصاد د ودې هڅونه وکړي.

د چين د دولت رئيس وويل، د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه بايد په ګډه د بهرنيو لاسوهنو پر وړاندې مقاومت وکړي او له يو بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي.


د مطلب کود: 293000

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293000/د-شانګهای-سازمان-نړۍ-لپاره-حیاتي-دی-موږ-په-اوکراین-کې-شخړې-حل-هڅو-ته-دوام-ورکوو

آوا
  https://www.avapress.com