افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل والي امین الله عبید د پلازمېنې په لویدیځ کې له یو شمېر دیني عالمانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د کابل والي وویل چې اسلامي امارت د هیواد له ټولو اتباعو سره یو شان چلند کوي او په اسلامي حکومت کې هیڅ ډول تبعیض او توکم پالنه نشته.
ښاغلي عبید په دې ناسته کې زیاته کړه چې د عاشورا د مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او امنیتي پلان یې له ټولو اړوندو ارګانونو سره شریک کړی دی.
هغه ټینګار وکړ، چې حکومت د دا ډول دیني مراسمو د تر سره کولو لپاره د هېواد د ټولو اتباعو د ښه امنیت د تامین هڅه کوي او د عاشورا د مراسمو لپاره یې ځانګړې امنیتي او کلتوری کمېټه جوړه کړې ده.
د کابل والي د هېواد له ټولو شيعه ګانو وغوښتل چې د عاشورا په شپو او ورځو کې له امنيتي ځواکونو سره په تماس کې وي.
خو یو شمېر کابل ښاریانو له حکومت څخه د دې مراسمو د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې او وايي چې د محرم د میاشتې امنیت باید د تېرو کلونو په پرتله ښه شي.
په وروستیو کلونو کې په پلازمینه کې د ماتم د مراسمو په ګډون پر جوماتونو او دیني کورونو پراخ بریدونه شوي چې درنه مرګ ژوبله او مالي زیانونه یې اړولي دي.
دغو بریدونو نه یوازې د محرم په ورځو کې په جوماتونو، تکیه خانو او ماتمونو کې د خلکو حضور کم نه کړ، بلکې د کابل او ولایتونو اوسیدونکي هم د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره دغو ځایونو ته د پخوا په پرتله زیات راتلل.