افغان غږ خبری آژانس: کابل: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د سویلي کوریا له پانګوال چوی انجون او افغان پانګوال عبد الله خیرخواه سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وویل چې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
په دې کتنه کې د سویلي کوریا پانګوال د هېواد د درملو د تولید په سکتور کې د پانګونې او د افغان کدرونو د روزنې لپاره چمتووالی اعلان کړ.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په کچه د امنيت په تامين او د دولت له خوا د پانګونې لپاره د ځانګړو اسانتياوو په رامنځته کېدو سره، په افغانستان کې پانګونې ته د بېلابېلو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو لېوالتيا زياته شوې ده.