کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سویلي کوریا پانګوالو د درملو صنعت کې پانګوونې ته چمتووالی اعلان کړ

14 سرطان 1403 ساعت 9:41

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د جنوبي کوریا یوه پانګوال د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د دغه هېواد د درملو د تولید او روزنې په برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.


آوا: کابل: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د سویلي کوریا له پانګوال چوی انجون او افغان پانګوال عبد الله خیرخواه سره وکتل. 
 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وویل چې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
 
په دې کتنه کې د سویلي کوریا پانګوال د هېواد د درملو د تولید په سکتور کې د پانګونې او د افغان کدرونو د روزنې لپاره چمتووالی اعلان کړ.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په کچه د امنيت په تامين او د دولت له خوا د پانګونې لپاره د ځانګړو اسانتياوو په رامنځته کېدو سره، په افغانستان کې پانګونې ته د بېلابېلو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو لېوالتيا زياته شوې ده.


د مطلب کود: 292970

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292970/د-سویلي-کوریا-پانګوالو-درملو-صنعت-کې-پانګوونې-ته-چمتووالی-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com