افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پلاوی د همالیان ترانسپورت د نړیوالې همکارۍ په څلورمه غونډه کې د ګډون په موخه روان دی.
دا غونډه به نن (پنجشنبه د سرطان ۱۴مه) پیل شي او د لوړ پوړو چینايي چارواکو ترڅنګ به د ګڼو هېوادونو وزیران او د بېلابېلو بنسټونو چارواکي هم ګډون وکړي.