کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اقتصاد وزارت سرپرست چین ته سفر کوي

14 سرطان 1403 ساعت 9:38

د اقتصاد وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته سفر کړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پلاوی د همالیان ترانسپورت د نړیوالې همکارۍ په څلورمه غونډه کې د ګډون په موخه روان دی.
 
دا غونډه به نن (پنجشنبه د سرطان ۱۴مه) پیل شي او د لوړ پوړو چینايي چارواکو ترڅنګ به د ګڼو هېوادونو وزیران او د بېلابېلو بنسټونو چارواکي هم ګډون وکړي.


د مطلب کود: 292969

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292969/د-اقتصاد-وزارت-سرپرست-چین-ته-سفر-کوي

آوا
  https://www.avapress.com