د کابل د سردار محمد داوود خان د عامه روغتون اداره وايي چې په دغه روغتون کې د نسايي او ولادي څانګه پرانیستل شوه.
د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون کې د نسايي ولادي او ماشومانو څانګې پرانیستل
14 سرطان 1403 ساعت 13:03
د کابل د سردار محمد داوود خان د عامه روغتون اداره وايي چې په دغه روغتون کې د نسايي او ولادي څانګه پرانیستل شوه.
آوا - کابل: د سردار محمد داوود خان روغتون مدیریت په دغه روغتون کې د نسایی او ولادی څانګې د پرانیستلو خبر ورکړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عامې روغتیا ریاست لومړي مرستیال ډاکټر عبدالولي احمدزي د نسايي او ولادي خدمتونو د ډاکټرانو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی ستونزې به حل کړي.
د يادونې وړ ده، چې د سردار محمد داوود خان روغتون يو له لويو او مجهزو دولتي روغتونونو څخه دى، چې هره ورځ سلګونه ناروغان ورته خدمات وړاندې کوي.
د مطلب کود: 292990