کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مرکزي بانک مشر د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ له مشر سره خبرې وکړې

14 سرطان 1403 ساعت 11:26

د افغانستان مرکزي بانک د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ په ۲۲مه کلنۍ غونډه کې د مرکزي بانک د لوړ پوړي پلاوي د ګډون خبر ورکوي او وايي، چې د دغه هېواد د مرکزي بانک مشر د افغانستان د بهرنیو اسعارو د کنګل شوې زېرمو په اړه خبرې وکړې.


آوا - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مرکزي بانک د عالي رتبه پلاوي په مشرۍ د دغه بانک د عمومي څارونکي ملا هدایت الله بدري په ۲۲ مه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ. 

په دې غونډه کې چې د اسلامي هېوادونو د ٢٦ مرکزي بانکونو رييسانو او استازو په کې ګډون درلود، د راتلونکي کال لپاره د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ د فعاليتونو او مالي مسايلو راپور تصويب شو.

دغه راز په دې غونډه کې د شرعي معیارونو پر بنسټ د اسلامي بانکدارۍ د معیارونو، د مالي ادارو او بانکونو د ښه مدیریت، د اسلامي بانکدارۍ د ډیجیټل کولو د اغیزو، په نړیواله کچه د اسلامي بانکدارۍ او مالي چارو د پراختیا او نورو مهمو مسایلو خبرې وشوې.

د هېواد د مرکزي بانک عمومي څارونکي هم په جلا جلا توګه د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ له رئیس سره وکتل او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د کنګل شوې زېرمې، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا او په هېواد کې د ښوونیزو پروګرامونو د پیل په اړه یې خبرې وکړې.


د مطلب کود: 292984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292984/د-مرکزي-بانک-مشر-اسلامي-مالي-خدمتونو-بورډ-له-سره-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com