کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې په تړانګه کښې د صهيونېسټ رژيم ۲۴ نور پوځيان ژوبل شول

14 سرطان 1403 ساعت 9:10

صهیونیسټي پوځ د خپلو پوځیانو د مرګ ژوبلې د سختې سنسورولو د هدفي سیاست په دوام کښې په غزې تړانګه کښې د تیرې ورځې په حملو کښې د ۲۴ نورو پوځیانو د ټپي کیدو اعتراف وکړ.


آوا: د غاصب صهیونیسټ رژيم پوځ ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې ۲۳ تنه پوځیان او یو تن په شمالي سرحدونو کې ټپي شوی دی.
 
دصهیونیسټی پوځی ریزرو جنرال اسحاق برک وویل: هغه څه چې په غزه کښې کیږی ډیر د شرم وړ دی، مونږ ډیر شیان له لاسه ورکوو، لومړی وزیر دوکه ورکوی، پوځ پوهیږی چې حماس ته ماتې نشی ورکولی.
 
د اسرائیلو د پوځ ریزرف جنرال زیاته کړه چې اسرائیلي پوځیان د وژلو لپاره غزې ته استول کیږي، د پوځ لوی درستیز هیرزي حلوي غواړي چې د دورې تر پایه په خپل مقام پاتې شي، هغه یو فریب کار دی.
 
د یادولو وړ ده چې د الاقصی د طوفان د عملیاتو د پیل راهیسې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم څه دپاسه ۶۷۰ تنه پوځیان وژل شوی دی.


د مطلب کود: 292957

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292957/د-غزې-په-تړانګه-کښې-صهيونېسټ-رژيم-۲۴-نور-پوځيان-ژوبل-شول

آوا
  https://www.avapress.com