دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 37553
کامرون: نن ورځ د بریتانیا لپاره غمجنه ورځ ده
کامرون په افغانستان کې د وژل شویو بریتانوي پوځیانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي څرګنده کړه، ویې ویل:« نن ورځ په ځانکړي ډول د دوی د خپلوانو(د قربانیانو د کورنۍ د غړیو) لپاره ډېره غمجنه او سخته ورځ ده.»
د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون په افغانستان کې په یو وار د شپږو بریتانوي پوځیانو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه، ویې ویل:«نن ورځ د بریتانیا لپاره غمجنه او نهیلوونکې ورځ ده.»

کامرون په افغانستان کې د وژل شویو بریتانوي پوځیانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي څرګنده کړه، ویې ویل:« نن ورځ په ځانکړي ډول د دوی د خپلوانو(د قربانیانو د کورنۍ د غړیو) لپاره ډېره غمجنه او سخته ورځ ده.»

د بریتانیا صدراعظم همداراز وویل:« زموږ پوځیان په افغانستان کې سرشیندنه کوي او دې کار ته به دوام ورکړي. زه باوري یم، هغه کار چې موږ اوس په افغانستان کې کوو د بریتانیا د ملي امنیت لپاره خورا مهم دی او بې له شکه د دې مهم کار لویه برخه به په راتلونکي وخت کې په خپله افغانان ترسره کړي.»

کامرون د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوری د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د خپل هیواد د امنیتي چارو سپارلو ته اشاره لرله او په دې اړه یې د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه:

«موږ انتظار باسو چې افغانان د خپلو چارو مسوولیت په غاړه واخلي خو نن باید د هغو عسکرو د کورنیو د غړیو په فکر کې واوسو چې عزیزان یې په افغانستان کې وژل شوي دي.»

د بریتانیا صدراعظم یو ځل بیا تاکید وکاوه چې بریتانوي پوځیان به د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

نن د بریتانیا دفاع وزارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې شپږ بریتانوي پوځیان بې درکه شوي او ګومان کوي چې وروسته له دې به وژل شوي وي چې د زغرګاډي په لار کې یې چاودنه شوې ده. د بریتانیا د دفاع وزارت ویندوی ډګرمن ګورډن مکینزي وویل:« په خواشینۍ باید ووایم چې (زموږ) شپږ عسکر ورک دي، باور دی چې د ګزمې په مهال وژل شوي دي.»

د بریتانیا دفاع وزارت وايي چې دا عسکر یې په یوه جنګي زغرګاډي کې د سې شنبې په ورځ په هلمند ولایت کې په ګزمه وتلي ول او زغرګاډی یې په چاودونکو موادو وربرابر شوی دی.

دفاع وزیر فلیپ همانډ وویل، دا پېښه به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د بریتانوي پوځیانو رول ته زیان وانړوي.

له بلې خوا د بریتانیا لوی درستیز جنرال ډیوید ریچارډز هم په دې پېښه خواشیني او د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaemne.49n0m1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته