دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 69360
کامرون: بریتانیا د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی
تاند- د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون وايي، بریتانیا د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی او په سیمه کې له سوداګرۍ او پانګونې څخه ګټه ترلاسه کولی شي.
د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون دا څرګندونې افغانستان او پاکستان ته له سفره وروسته وکړې.
ده د افغانستان سفر له هلمنده پیل کړ، په دغه ولایت کې یې له بریتانیايی پوځیانو سره سهارنۍ وخوړه او بیا یې د هلمند له والي سره اوږدې خبرې وکړې. کامرون له هلمنده کابل ته ستون شو چې د افغانستان له ولسمشر سره وویني.
کامرون د پاکستان د لنډ سفر په ترڅ کې د دغه هیواد صدراعظم نوازشریف ته وویل چې افغانستان او پاکستان د یو بل په ثبات، سوکالۍ او سوله کې ګټې لري.
د پاکستان صدراعظم هم د ده څرګندونې تایید کړې، ویې ویل چې د سولې هر بهیر باید د افغانانانو له لوري او د دوی په مشرۍ وي.
د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې ډیوید کامرون، چې د سږکال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو د منځګړتوب په هڅه په لندن کې د ښاغلیو کرزي او زرداري کوربه و، پر پاکستان د بریتانیا له رول څخه په استفادې وتوانېده چې خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې مهم ولوبوي. ده وروسته له دې سیمې ته سفر وکړ چې طالبانو په قطر کې دفتر پرانست.
کامرون د یکشنبې په ورځ وویل چې بریتانیا او پاکستان ته پکار ده چې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د رېښو د وچولو لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgfb0.rhb90p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته