کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کامرون: بریتانیا د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 سرطان 1392 ساعت 16:13


تاند- د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون وايي، بریتانیا د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی او په سیمه کې له سوداګرۍ او پانګونې څخه ګټه ترلاسه کولی شي.
د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون دا څرګندونې افغانستان او پاکستان ته له سفره وروسته وکړې.
ده د افغانستان سفر له هلمنده پیل کړ، په دغه ولایت کې یې له بریتانیايی پوځیانو سره سهارنۍ وخوړه او بیا یې د هلمند له والي سره اوږدې خبرې وکړې. کامرون له هلمنده کابل ته ستون شو چې د افغانستان له ولسمشر سره وویني.
کامرون د پاکستان د لنډ سفر په ترڅ کې د دغه هیواد صدراعظم نوازشریف ته وویل چې افغانستان او پاکستان د یو بل په ثبات، سوکالۍ او سوله کې ګټې لري.
د پاکستان صدراعظم هم د ده څرګندونې تایید کړې، ویې ویل چې د سولې هر بهیر باید د افغانانانو له لوري او د دوی په مشرۍ وي.
د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې ډیوید کامرون، چې د سږکال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو د منځګړتوب په هڅه په لندن کې د ښاغلیو کرزي او زرداري کوربه و، پر پاکستان د بریتانیا له رول څخه په استفادې وتوانېده چې خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې مهم ولوبوي. ده وروسته له دې سیمې ته سفر وکړ چې طالبانو په قطر کې دفتر پرانست.
کامرون د یکشنبې په ورځ وویل چې بریتانیا او پاکستان ته پکار ده چې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د رېښو د وچولو لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي.


د مطلب کود: 69360

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/69360/کامرون-بریتانیا-د-افغانستان-او-پاکستان-اړیکو-په-ښه-کولو-کې-مهم-رول-لوبولی-دی

آوا
  https://www.avapress.com