دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 64115
کامرون: په افغانستان کې مو لوړه بیه پرې کړې
تاند- د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون وايي، هیواد یې په افغانستان کې ډېره لوړه بیه پرې کړې ده.
ښاغلي کامرون په افغانستان کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د درو بریتانوي پوځیانو له وژل کېدو وروسته د خپل هیواد آی ټي وي تلویزیون ته وویل، په دې اعتراف کوي چې افغانستان ورته ډېر ګران تمام شوی دی.
د بریتانوي پوځیانو ویندوی جګړن ریچارد مارګن نن/چهارشنبه/ وویل چې پرون/ د سې شنبې په ورځ/ د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې درې بریتانوي پوځیان ووژل شول او شپږ نور ژوبل شول.

په هلمند کې د درو بریتانوي پوځیانو له وژل کېدو سره له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې د بریتانوي پوځیانو د تلفاتو شمېر ۴۴۴ ته ورسېد چې له امریکا وروسته د ناټو او د دغه تړون د متحدو هیوادونو په منځ کې تر ټولو زیات دي. په همدې موده کې ۲۲۰۷ امریکايي پوځیان وژل شوي دي. دا په داسي حال کې ده چې د نورو ټولو هیوادونو، چې د ایساف په چوکاټ کې په افغانستان کې ځواکونه لري، ټولټال ۶۴۳ سرتېري وژل شوي دي.
په همدې حال کې په اپریل میاشت کې، چې په روان میلادي کال کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه، د ناټو د ټولو غړیو او متحدو هیوادونو ۱۷ پوځیان وژل شوي دي.
د بریتانیا صدراعظم د (آی ټي وي) تلویزیون ډې بریک خپرونې ته وویل:«موږ په افغانستان کې د هغه کار په وړاندې چې کوو یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي. خو دا کار مهم دی ځکه چې دا هیواد باید بیا د تروریستانو، هغو تروریستانو، چې زموږ هیواد ته خطر پېښولی شي، پر خوندي مرکز بدل نه شي خو نن باید موږ د هغو کورنیو او دوستانو په فکر کې واوسو چې صدمه یې لیدلې ده.»
بریتانیا تېره میاشت د خپلو زرګونو سمندري پلیو ځواکونو وروستۍ ډله له افغانستانه وایستله.

دا هیواد لا هم په افغانستان کې څه باندې نهه زره پوځیان لري خو اعلان یې کړی دی چې د سږکال د دوبي تر پایه به څلور زره عسکر وباسي. بریتانیايي پوځیان په هلمند ولایت کې ځای پرځای دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenz8p.jh8ezi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته