افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژیم ټلویزیون ۱۲ چینل نن سهار (پنجشنبه) خبر ورکړ چې په یوه نوې سروې کې چې په اشغال شوی فلسطین کې ترسره شوې، ۱۵ سلنه صهیونیسټان له دې سیمې د وتلو په فکر کې دی.
د دغه رپوټ له مخې د صهیونیسټ د داخلی امنیت د تحقیقاتو د انسټیټیوټ سروې څرګنده کړه چې په شمال کښې په جنګ کښې د دغه رژیم د فوځ په بریا باندې د صهیونیسټانو باور مخ په کمیدو دی.
دغې رسنۍ د نظر پوښتنې په حواله ویلي: «یوازې ۱۲ سلنه اسراییلیان په دې باور دي چې د غزې د جګړې هدفونه به په بشپړه توګه ترلاسه شي. ۳۶ سلنه اسراییلیان په دې باور دي چې د جګړې لږ هدفونه به تر لاسه شي، او ۱۰ سلنه په دې باور دي چې هیڅ یو هدف به ونه رسیږي.
د صهیونیسټ د داخلي امنیت د څیړنې انسټیټیوټ د نظر پوښتنې دا هم ښودلې چې یوازې 29٪ صهیونیسټان چمتو دي چې خپل ماشومان په جګړو کې برخه واخلي.
له دې مخکې د دوشنبې په ورځ صهیونیسټي رسنیو د غزې له جګړې څخه له ستنیدو وروسته د دغه رژیم د یوه بل عسکر د ځان وژنې خبر ورکړ.
د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه او په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو له پیل څخه تراوسه څه دپاسه ۳۷ زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۸۵ زره ژوبل شوی دی.