دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 292085
د مرکزي بغلان امنیه قومندان او درې تنه نور په یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شول
سیمه ییز چارواکي وايي، په بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي دي. د دې پېښې په قربانیانو کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندان اختر محمد هم شامل دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د جوزا په ۲۷مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکی پېښې له امله څلور تنه وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په قربانیانو کې د بغلان مرکزي ولسوالۍ امنیه قومندان اختر محمد هم شامل دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د بغلان مرکزي ولسوالۍ د پلچک غلام صادق په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د بغلان د مرکزي ولسوالۍ د امنیه قومندان او د هغه د ملګرو موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

په همدې حال کې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو پولیسو د عمومي ریاست د تازه شمېرو له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۲۶۵ ترافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې ۵۶۲ تنه مړه او ۱۷۹۲ ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcbw5b5srhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته