افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وايي، چې د نړیوال بانک په مرسته په افغانستان کې تر ۴۲۰ کیلومتره زیات کانالونه جوړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه سازمان په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې له دغو کانالونو څخه په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د څښاک د اوبو په برخه کې کار اخیستل کېږي.
له بلې خوا یو شمېر بزګران وايي، چې دغه کانالونه د کرنیزو محصولاتو د ودې لپاره زمینه برابره کړې ده.
باید وویل شي چې د افغانستان ډېری وګړي د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند کوي.