کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۴۲۰ کیلومتره کانالونه جوړ شوي دي

4 سرطان 1403 ساعت 9:00

ملګري ملتونه وايي چې د نړیوال بانک په مرسته په افغانستان کې ۴۲۰ کیلومتره کانالونه جوړ شوي دي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وايي، چې د نړیوال بانک په مرسته په افغانستان کې تر ۴۲۰ کیلومتره زیات کانالونه جوړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې له دغو کانالونو څخه په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د څښاک د اوبو په برخه کې کار اخیستل کېږي.

له بلې خوا یو شمېر بزګران وايي، چې دغه کانالونه د کرنیزو محصولاتو د ودې لپاره زمینه برابره کړې ده.

باید وویل شي چې د افغانستان ډېری وګړي د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند کوي.


د مطلب کود: 292367

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292367/ملګري-ملتونه-په-افغانستان-کې-۴۲۰-کیلومتره-کانالونه-جوړ-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com