افغان غږ خبری آژانس: په فلسطین کې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو خبریالې "فرانچسکا آلبانزه" نن سهار (چهارشنبه، د جوزا ۳۰مه) د صهیونیسټی رژیم له خوا د فلسطینیانو د وژنې په اړه خبرداری ورکړ.
آلبانزه له الجزیرې سره په مرکه کې وویل: "اسرائیلو له پیل راهیسې د فلسطینیانو په وړاندې د غچ اخیستنې کمپاین پیل کړی دی."
ملګرو ملتونو دا هم څرګنده کړه: "په غزه کې د اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ الصحې سیسټمونه تقریبا په بشپړ ډول غیر فعال دي، چې د غزې تړانګې ته سمدستي او اوږدمهاله ګواښ دی."
هغه همدا راز زیاته کړه: "د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې شاوخوا ۳۹ میلیونه ټنه کثافات پاتې دي."
د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه او په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو له پیل څخه تراوسه څه دپاسه ۳۷ زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۸۵ زره ژوبل شوی دی.