دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 291938
ملګري ملتونه په افغانستان کې د کانګو تبې د زیاتوالي په اړه اندېښمن دي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د لوي اختر په مناسبت د کانګو تبې د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د لوی اختر په مناسبت په افغانستان کې د کانګو تبې د مثبتو پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی.

د دې ادارې په وینا، د کانګو تبې پېښې له حیواناتو انسانانو ته خپرېږي او دا د انسانانو لپاره وژونکې ناروغي ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په تېرو پنځو میاشتو کې د دغې ناروغۍ شاوخوا ۲۰۳ پېښې ثبت شوي چې ۶ تنه يي مړه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې تر اوسه د کانګو تبې د له منځه وړلو لپاره کوم واکسین ندی جوړ شوی.
https://avapress.com/vdchxzni623nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته