کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه په افغانستان کې د کانګو تبې د زیاتوالي په اړه اندېښمن دي

24 جوزا 1403 ساعت 9:24

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د لوي اختر په مناسبت د کانګو تبې د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د لوی اختر په مناسبت په افغانستان کې د کانګو تبې د مثبتو پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی.

د دې ادارې په وینا، د کانګو تبې پېښې له حیواناتو انسانانو ته خپرېږي او دا د انسانانو لپاره وژونکې ناروغي ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په تېرو پنځو میاشتو کې د دغې ناروغۍ شاوخوا ۲۰۳ پېښې ثبت شوي چې ۶ تنه يي مړه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې تر اوسه د کانګو تبې د له منځه وړلو لپاره کوم واکسین ندی جوړ شوی.


د مطلب کود: 291938

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291938/ملګري-ملتونه-په-افغانستان-کې-د-کانګو-تبې-زیاتوالي-اړه-اندېښمن-دي

آوا
  https://www.avapress.com