کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: اسراییل له پیل راهیسې له فلسطینیانو غچ اخلي

30 جوزا 1403 ساعت 10:44

په فلسطین کښې د ملګرو ملتو د بشری حقوقو خبریالې فرانچسکا آلبانزه نن ​​سهار(چهارشنبه د جوزا ۳۰مه) د صهیونیسټ رژیم له خوا د فلسطینیانو د وژنې په هکله خبرداری ورکړ.


آوا: په فلسطین کې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو خبریالې "فرانچسکا آلبانزه" نن سهار (چهارشنبه، د جوزا ۳۰مه) د صهیونیسټی رژیم له خوا د فلسطینیانو د وژنې په اړه خبرداری ورکړ.

آلبانزه له الجزیرې سره په مرکه کې وویل: "اسرائیلو له پیل راهیسې د فلسطینیانو په وړاندې د غچ اخیستنې کمپاین پیل کړی دی."

ملګرو ملتونو دا هم څرګنده کړه: "په غزه کې د اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ الصحې سیسټمونه تقریبا په بشپړ ډول غیر فعال دي، چې د غزې تړانګې ته سمدستي او اوږدمهاله ګواښ دی."

هغه همدا راز زیاته کړه: "د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې شاوخوا ۳۹ میلیونه ټنه کثافات پاتې دي."

د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه او په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو له پیل څخه تراوسه څه دپاسه ۳۷ زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۸۵ زره ژوبل شوی دی.


د مطلب کود: 292180

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292180/ملګري-ملتونه-اسراییل-له-پیل-راهیسې-فلسطینیانو-غچ-اخلي

آوا
  https://www.avapress.com