افغان غږ خبری آژانس: صهیونیسټي پوځ د غزې تړانګې په جنوب کښې په جګړو کې د ۹۲۱۲ کنډک د یو بل عسکر د وژل کیدو خبر ورکړ.
د اسرائیلي رژیم د پوځ په وینا؛ د اسرائیلي پوځ د رسمي بیان له مخې د غزې تړانګې په جنوب کې د نښتو په ترڅ کې د ۹۲۱۲ کنډک ۲۵ کلنه میلکیا ګروس وژل شوې ده.
د یادولو وړ ده چې تر اوسه پورې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم څه دپاسه ۶۰۰ پوځیان وژل شوی او څه دپاسه څلور زره نور ژوبل شوی دی .