کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې په تړانګه کې د صهيونېسټ رژيم يو بل سرتیري ووژل شو

4 سرطان 1403 ساعت 8:57

د اسرائیلو نیواکګر پوځ د غزې په تړانګه کښې د دغه رژیم د یو بل عسکر د وژل کیدو خبر ورکړ.


آوا: صهیونیسټي پوځ د غزې تړانګې په جنوب کښې په جګړو کې د ۹۲۱۲ کنډک د یو بل عسکر د وژل کیدو خبر ورکړ.

د اسرائیلي رژیم د پوځ په وینا؛ د اسرائیلي پوځ د رسمي بیان له مخې د غزې تړانګې په جنوب کې د نښتو په ترڅ کې د ۹۲۱۲ کنډک ۲۵ کلنه میلکیا ګروس وژل شوې ده.

د یادولو وړ ده چې تر اوسه پورې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم څه دپاسه ۶۰۰ پوځیان وژل شوی او څه دپاسه څلور زره نور ژوبل شوی دی .


د مطلب کود: 292365

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292365/د-غزې-په-تړانګه-کې-صهيونېسټ-رژيم-يو-بل-سرتیري-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com