افغان غږ خبری آژانس: د داغستان ولسمشر سیرګی میلیکوف اعلان کړی چې په دغه وسله وال برید کې تر ۱۵ زیات پولیس او یو شمیر ملکیان وژل شوی دی.
د هغه په وينا، په "ماخاچ کلا" او "دربند" کې د وسله والو بريدونه او تصفيوي عمليات پای ته رسېدلي او شپږ بريد کوونکي وژل شوي دي.
په همدې حال کې د روسیې د داغستان جمهوریت د "دربند" ښار په "ماخاچ کلا" کې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې نامعلومو بریدګرو د ترافیکو پولیسو پر پوستې ډزې وکړې.
تر اوسه کومې ډلې د دغه ترهګریز برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او نه یې نور جزیات خپاره شوي دي.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د روسیې په داغستان جمهوریت کښې د «دربند» او «ماخاچ کلا» ښارونو په شمول د ترهه ګرو حملې چې په نتیجه کښې یې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل دي، په سختو ټکو غندلی دی.
کنعاني د روسیې له حکومت او ملت او په تېره بیا د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او تسلیت مراتب څرګندولو او زخمیانو ته د عاجلې روغتیا هیله وکړه او ویې ویل د ایران اسلامی جمهوریت هر ډول ترهګری د بشری ټولنې او نړیوال امنیت، او د دې ګډ انساني ګواښ سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا د جدي ارادې او اغیزمنو هڅو په اړتیا ټینګار وکړ.