افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې د صهیونیسټی پوځیانو په حملو کښې د شهیدانو او زخمیانو وروستۍ احصائیې اعلان کړې.
په غزې تړانګه کې دفلسطین د روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې په غزې تړانګې د اسرائیلو د پوځیانو د حملو په نتیجه کښې ۳۷۵۹۸ کسان شهیدان شوی دی .
دغه راز دفلسطین دغه طبی موسسې وویل په غزې تړانګې کښې دجنګ له پیل راهسې دصهیونیسټ رژیم دپوځ په حملو کښې د زخمیانو ټولټال شمیر ۸۶ زره ۳۲ تنو ته رسیدلی دی .
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټی پوځیانو په غزې تړانګه کښې درې جنایتونه او قتلونه کړی دی.
همدارنګه په غزې تړانګه کې دفلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي پوځ د بریدونو په پایله کې ۴۷ تنه شهیدان شوي او ۱۲۱ تنه ټپیان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت ټینګار کړی چې یو شمېر شهیدان او ټپیان لا هم په کوڅو او سړکونو کې تر خاورو لاندې پراته دي او نیواکګر دوی ته د مرستو رسولو مخه نیسي.