کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مرکزي بغلان امنیه قومندان او درې تنه نور په یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شول

27 جوزا 1403 ساعت 11:31

سیمه ییز چارواکي وايي، په بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي دي. د دې پېښې په قربانیانو کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندان اختر محمد هم شامل دی.


آوا - کابل: د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د جوزا په ۲۷مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکی پېښې له امله څلور تنه وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په قربانیانو کې د بغلان مرکزي ولسوالۍ امنیه قومندان اختر محمد هم شامل دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د بغلان مرکزي ولسوالۍ د پلچک غلام صادق په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د بغلان د مرکزي ولسوالۍ د امنیه قومندان او د هغه د ملګرو موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

په همدې حال کې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو پولیسو د عمومي ریاست د تازه شمېرو له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۲۶۵ ترافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې ۵۶۲ تنه مړه او ۱۷۹۲ ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 292085

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292085/د-مرکزي-بغلان-امنیه-قومندان-او-درې-تنه-نور-په-یوه-ترافیکي-پېښه-کې-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com