دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 292369
په تېرو لسو ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۳ زره افغان کډوال شړل شوي دي
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو لسو ورځو کې څه باندې ۱۳ زره افغان کډوال له دغه هېواده په زوره ایستل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو لسو ورځو کې له ۱۳ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. ویل کیږي چې په دوی کې زرګونه ماشومان هم شامل دي.

په پاکستان کې د سما خبري چینل د پنجشنبې په ورځ د جوزا په ۳۰ مه راپور ورکړ چې په تیرو لسو ورځو کې له ۱۳۰۰۰ څخه ډیر مهاجرین له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي چې په هغو کې ۶۴۷۸ نارینه، ۲۹۸۷ ښځې او ۳۷۴۱ ماشومان شامل دي.

دغې رسنۍ لیکلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو له پیل راهیسې، ۵۹۰ زره ۴۴۵ کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
https://avapress.com/vdcg3x9xyak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته