کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو لسو ورځو کې له پاکستانه څه باندې ۱۳ زره افغان کډوال شړل شوي دي

4 سرطان 1403 ساعت 9:04

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو لسو ورځو کې څه باندې ۱۳ زره افغان کډوال له دغه هېواده په زوره ایستل شوي دي.


آوا - کابل: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو لسو ورځو کې له ۱۳ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. ویل کیږي چې په دوی کې زرګونه ماشومان هم شامل دي.

په پاکستان کې د سما خبري چینل د پنجشنبې په ورځ د جوزا په ۳۰ مه راپور ورکړ چې په تیرو لسو ورځو کې له ۱۳۰۰۰ څخه ډیر مهاجرین له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي چې په هغو کې ۶۴۷۸ نارینه، ۲۹۸۷ ښځې او ۳۷۴۱ ماشومان شامل دي.

دغې رسنۍ لیکلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو له پیل راهیسې، ۵۹۰ زره ۴۴۵ کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.


د مطلب کود: 292369

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292369/په-تېرو-لسو-ورځو-کې-له-پاکستانه-څه-باندې-۱۳-زره-افغان-کډوال-شړل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com