افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل نوي فرمان کې د نیمروز ولایت مرستیال والي مولوي عبدالقیوم روحاني د خوست د والي په توګه ټاکلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه (د سرطان ۴مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې د ملا هبت الله اخندزاده د حکم له مخې د نیمروز پخوانی مرستیال مولوي عبدالقیوم روحاني د خوست د والي په توګه ټاکل شوی دی.
د اسلامي امارت د ویاند په وینا، د کورنیو چارو وزارت د مالي او بودجې پخوانی رئیس محمد وزیر د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.