افغان غږ خبری آژانس: د غزې تړانګې د روغتیا وزارت ویلي، چې اسرائیلي رژیم تیره ورځ درې جنایتونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۳۸ تنه شهیدان او ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د غزې په تړانګه کې د جګړي د پیل څخه تر نن ورځې پورې د شهیدانو شمیر ۳۷۲۰۲ او ۸۴۹۳۲ تنه ټپیان شوي دي.
د فلسطيني مقاماتو په وينا په دې موده کې په غزې تړانګه کې څه دپاسه ١٥٠ خبريالان شهيدان شوي دي.