د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۷۲۰۲ او د ټپیانو شمیر ۸۴۹۳۲ ته رسیدلی دی.
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۷۲۰۲ تنو ته رسیدلی دی
24 جوزا 1403 ساعت 9:37
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۷۲۰۲ او د ټپیانو شمیر ۸۴۹۳۲ ته رسیدلی دی.
آوا: د غزې تړانګې د روغتیا وزارت ویلي، چې اسرائیلي رژیم تیره ورځ درې جنایتونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۳۸ تنه شهیدان او ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د غزې په تړانګه کې د جګړي د پیل څخه تر نن ورځې پورې د شهیدانو شمیر ۳۷۲۰۲ او ۸۴۹۳۲ تنه ټپیان شوي دي.
د فلسطيني مقاماتو په وينا په دې موده کې په غزې تړانګه کې څه دپاسه ١٥٠ خبريالان شهيدان شوي دي.
د مطلب کود: 291944