دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 284130
د تورخم پوله د پاکستان له خوا تړل شوې ده
په ننګرهار کې رسنیو خبر ورکړی، چې پاکستان له تېرې چهارشنبې راهیسې د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: سرچینو رسنیو ته ویلي، دغه دروازه هغه مهال وتړل شوه، چې پاکستاني پوځیانو د افغان باروړونکو موټرو له چلوونکو څخه د ویزو او پاسپورتونو غوښتنه وکړه.

ويل کېږي چې دغه دروازه له نن سهار راهيسې د سوداګريزو کاروانونو پر مخ تړل شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، پاکستان هڅه کوي د تورخم دروازه وتړي، خو د بېرته خلاصولو هڅې يې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازې دواړو غاړو ته د سوداګریزو توکو لسګونه کاروانونه بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځیانو څو ځلې د تورخم دروازه د سوداګریزو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
https://avapress.com/vdcdso0xzyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته