کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم پوله د پاکستان له خوا تړل شوې ده

24 جدی 1402 ساعت 11:10

په ننګرهار کې رسنیو خبر ورکړی، چې پاکستان له تېرې چهارشنبې راهیسې د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.


آوا - کابل: سرچینو رسنیو ته ویلي، دغه دروازه هغه مهال وتړل شوه، چې پاکستاني پوځیانو د افغان باروړونکو موټرو له چلوونکو څخه د ویزو او پاسپورتونو غوښتنه وکړه.

ويل کېږي چې دغه دروازه له نن سهار راهيسې د سوداګريزو کاروانونو پر مخ تړل شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، پاکستان هڅه کوي د تورخم دروازه وتړي، خو د بېرته خلاصولو هڅې يې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازې دواړو غاړو ته د سوداګریزو توکو لسګونه کاروانونه بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځیانو څو ځلې د تورخم دروازه د سوداګریزو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.


د مطلب کود: 284130

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284130/د-تورخم-پوله-پاکستان-له-خوا-تړل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com