دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 293016
د کرنې وزارت چارواکي له آوا سره په مرکه کې:

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت شمېر صفر ته رسېدلی دی

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت شمېر صفر ته رسېدلی دی
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، د دغه وزارت مرستیال د یو شمېر نړیوالو موسسو له چارواکو سره په کتنه کې ویلي چې د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی دی. هغه وویل چې دا د هیواد او نړۍ لپاره ارزښت لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رئیس مصباح الدین مستعین د پنجشنبې په ورځ افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی د کرنې وزارت مرستيال وويل، چې د اسلامي امارت د مشر له لوري د کوکنارو پر کښت له بنديز سره په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت صفر ته رسېدلی او دغه کړنه د هېواد او نړۍ لپاره ارزښتناکه ده.
 
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال زیاته کړه، د زعفرانو زیاتوالی، د کیفیت له پلوه په سیمه او نړۍ کې د افغانستان لومړی مقام او په ملي او نړیوالو بازارونو کې د زعفرانو ښه بیه بې ساري ده، چې لا زیات کار او ملاتړ ته اړتیا لري.
 
د مولوي عثماني په خبره، په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکا له راتګ سره په هېواد کې شاوخوا څلور میلیونه کسان روږدي شوي او د اسلامي امارت له لوري یې درملنه شوې ده.
 
په همدې حال کې د سلام خیریه بنسټ مشرې اغلې سیمونا فرناندز چې د ایټالیا له خوا یې ملاتړ کېږي، د کرنې وزارت له یوه چارواکي سره په خبرو کې وویل چې دغه بنسټ غواړي له افغانستان سره د کرنې په برخه کې همکاري وکړي.
 
په نړیوالو اړیکو کې د اروپا د پارلمان سلاکار باسم هاتف له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت پر ښو اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل افغانستان یوازینی هېواد دی چې استعمار نه مني.
 
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس زیاتوي، چې د دغه وزارت رهبري هڅه کوي، چې د ملي او نړیوالو بنسټونو د همکارۍ په جلبولو سره خلکو په ځانګړې توګه بزګرانو او مالدارانو ته خدمات وړاندې کړي.
https://avapress.com/vdcgqw9x3ak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته