دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 282140
تېره ورځ له پاکستانه څه باندې زر تنه افغان کډوال ایستل شوي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې تېره ورځ له پاکستانه ۱۲۰۰ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن چهارشنبه (چهارشنبه د قوس ۲۲ مه) په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې تېره ورځ له پاکستانه ۱۲۰۰ افغان کډوال شړل شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه کسان د اګست په ۲۱مه د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي وو او د مرستې لپاره یې مرستې برابرې شوې وې.

په همدې ورځ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه د څه باندې زرو افغان مهاجرینو په جبري او داوطلبانه توګه د راستنیدو اعلان وکړ.
https://avapress.com/vdcc0iqix2bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته