کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره ورځ له پاکستانه څه باندې زر تنه افغان کډوال ایستل شوي

22 قوس 1402 ساعت 15:29

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې تېره ورځ له پاکستانه ۱۲۰۰ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن چهارشنبه (چهارشنبه د قوس ۲۲ مه) په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې تېره ورځ له پاکستانه ۱۲۰۰ افغان کډوال شړل شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه کسان د اګست په ۲۱مه د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي وو او د مرستې لپاره یې مرستې برابرې شوې وې.

په همدې ورځ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه د څه باندې زرو افغان مهاجرینو په جبري او داوطلبانه توګه د راستنیدو اعلان وکړ.


د مطلب کود: 282140

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282140/تېره-ورځ-له-پاکستانه-څه-باندې-زر-تنه-افغان-کډوال-ایستل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com