دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 279978
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۶۵۰۰ ډېر کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي
پاکستاني چارواکو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۸۴ افغان کډوال له هېواده په زوره ایستل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د «غیر قانوني» افغان مهاجرینو د پراخ اخراج له امله د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونو په بیلابیلو سیمو کې موقتي ترانزیتي کمپونه جوړ شوي دي.
 
پاکستان په رسمي ډول اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو لټون کوي.
 
د اعلان شویو شمېرو له مخې، په پاکستان کې له څلور میلیونو ډېر افغان کډوال مېشت دي، چې له دې ډلې شاوخوا یو میلیون او اوه سوه زره یې د اوسېدو اسناد نه لري.
 
دوه ورځې وړاندې هم د تورخم له لارې ۷۱۳۵ افغان کډوال افغانستان ته ولېږدول شول.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت د مهاجرینو چارو وزارت په سرحدي نقطو کې د څه باندې ۱۲۰ زره افغان مهاجرینو شتون اعلان کړی و او ویلي یې وو چې دا ټول له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي دي.
 
په همدې حال کې له پاکستان څخه د مهاجرینو د جبري شړلو د پالیسۍ په اړه د ملګرو ملتونو او د اسلامي امارت د چارواکو غبرګون منفي دی او خلکو هم د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند څخه نیوکې او شکایتونه کړي دي.
https://avapress.com/vdchqwni623nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته