کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۶۵۰۰ ډېر کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي

16 عقرب 1402 ساعت 17:49

پاکستاني چارواکو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۸۴ افغان کډوال له هېواده په زوره ایستل شوي دي.


آوا: د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د «غیر قانوني» افغان مهاجرینو د پراخ اخراج له امله د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونو په بیلابیلو سیمو کې موقتي ترانزیتي کمپونه جوړ شوي دي.
 
پاکستان په رسمي ډول اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو لټون کوي.
 
د اعلان شویو شمېرو له مخې، په پاکستان کې له څلور میلیونو ډېر افغان کډوال مېشت دي، چې له دې ډلې شاوخوا یو میلیون او اوه سوه زره یې د اوسېدو اسناد نه لري.
 
دوه ورځې وړاندې هم د تورخم له لارې ۷۱۳۵ افغان کډوال افغانستان ته ولېږدول شول.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت د مهاجرینو چارو وزارت په سرحدي نقطو کې د څه باندې ۱۲۰ زره افغان مهاجرینو شتون اعلان کړی و او ویلي یې وو چې دا ټول له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي دي.
 
په همدې حال کې له پاکستان څخه د مهاجرینو د جبري شړلو د پالیسۍ په اړه د ملګرو ملتونو او د اسلامي امارت د چارواکو غبرګون منفي دی او خلکو هم د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند څخه نیوکې او شکایتونه کړي دي.


د مطلب کود: 279978

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279978/په-تېرو-۲۴-ساعتونو-کې-تر-۶۵۰۰-ډېر-کډوال-له-پاکستانه-ایستل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com