دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 278482
په دې وروستیو کې له ایران څخه څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د ۱۳۲۳ افغان کډوال د راستنیدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۷۳ تنه افغان کډوال له ایران څخه په خپله خوښه او جبري توګه هیواد ته راستانه شوي دي.
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقبیان وايي، په دغو راستنو شویو کډوالو کې د کورنیو او واحدونو په ګډون ۲۰۸ تنه اړ او زیانمن شوي او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه یې دوی ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ور وپېژندلې.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې له ايران او پاکستان څخه د ناقانونه کډوالو اخراج زيات شوى دى.
 
https://avapress.com/vdcg779xxak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته