کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دې وروستیو کې له ایران څخه څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

24 میزان 1402 ساعت 12:19

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د ۱۳۲۳ افغان کډوال د راستنیدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۷۳ تنه افغان کډوال له ایران څخه په خپله خوښه او جبري توګه هیواد ته راستانه شوي دي.
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقبیان وايي، په دغو راستنو شویو کډوالو کې د کورنیو او واحدونو په ګډون ۲۰۸ تنه اړ او زیانمن شوي او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه یې دوی ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ور وپېژندلې.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې له ايران او پاکستان څخه د ناقانونه کډوالو اخراج زيات شوى دى.
 


د مطلب کود: 278482

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278482/په-دې-وروستیو-کې-له-ایران-څخه-څه-باندې-زر-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com