دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۱
د مطلب کود : 277928
د ننګرهار د کانال دوه زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته ونیول شوه
د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام الرحمن کاظم وايي، په تېرو دوو کلونو کې يې د ننګرهار د کانال اړوند دوه زره جريبه ځمکه چې تېر حکومت غصب کړې وه، بېرته ترلاسه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (میزان ۱۶) په یوه راپور کې ویلی چې په تېر حکومت کې د زورواکو له خوا د ځمکي غصب شوی دی.
 
د دغه راپور له مخې اوس دغه ځمکې د ننګرهار د کانال په چوکاټ کې په کرنيزو برخو کې کارول کېږي.
 
ښاغلی کاظم زیاتوي چې دا مهال د ننګرهار د کانال د پاتې ځمکو د خلاصون لپاره پلټنې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به له کانال سره وصل شي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د رهبرۍ لخوا د ځمکو د غصب د مخنیوي د کمیسیون له جوړیدو وروسته په ټول هیواد کې لسګونه زره جریبه ځمکه غصب شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcau0nua49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته