کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار د کانال دوه زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته ونیول شوه

16 میزان 1402 ساعت 16:11

د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام الرحمن کاظم وايي، په تېرو دوو کلونو کې يې د ننګرهار د کانال اړوند دوه زره جريبه ځمکه چې تېر حکومت غصب کړې وه، بېرته ترلاسه کړې ده.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (میزان ۱۶) په یوه راپور کې ویلی چې په تېر حکومت کې د زورواکو له خوا د ځمکي غصب شوی دی.
 
د دغه راپور له مخې اوس دغه ځمکې د ننګرهار د کانال په چوکاټ کې په کرنيزو برخو کې کارول کېږي.
 
ښاغلی کاظم زیاتوي چې دا مهال د ننګرهار د کانال د پاتې ځمکو د خلاصون لپاره پلټنې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به له کانال سره وصل شي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت د رهبرۍ لخوا د ځمکو د غصب د مخنیوي د کمیسیون له جوړیدو وروسته په ټول هیواد کې لسګونه زره جریبه ځمکه غصب شوې ده.
 


د مطلب کود: 277928

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277928/د-ننګرهار-کانال-دوه-زره-جریبه-غصب-شوې-ځمکه-بېرته-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com