دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 276833
د تورخم له پولې څه باندې ۵۰۰ افغان کورنۍ بېرته ستنې شوې
د تورخم دروازې له پرانیستلو وروسته له پاکستانه څه باندې ۵۰۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس وايي، له تېرو دریو ورځو راهیسې چې د تورخم دروازه د خلکو پر مخ پرانیستل شوه، له ګاونډي هیواد څخه د افغان کورنیو د راستنیدو لړۍ پیل شوه.
 
مولوي صديق الله قريشي زياته کړه: هره ورځ لسګونه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي.
 
د تورخم پوله د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته وتړل شوه. په دې جګړه کې دواړو لورو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
دغه لار له لسو ورځو وروسته د سنبلې په ۲۴ مه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
 
https://avapress.com/vdcexp8wxjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته